GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د برېښنا شرکت مشرتابه د شیخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاه څخه لیدنه وکړه
1405/2/20 00:00
Mumtaz News

د برېښنا شرکت مشرتابه د شیخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاه څخه لیدنه وکړه 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې، د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاه له رغنیزې پروژې څخه لېدنه وکړه. 

 

د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسؤولینو د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل، چې ښاغلي همکار یې ټولې هڅې وستایلې او د پروژې چارو پر چټکتیا یې ټېنګار وکړ، ترڅو د ننګرهار د صنعت کارانو او ځايي اوسېدونکو برېښنا لا ډاډمنه شي. 

 

د یادې پروژې قراردادي شرکت مسؤولینو د پروژو چارو پر مخ وړلو بهیر چټکتیا برخه کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ته ډاډ ورکړ او خوښي یې وښوده، چې د دوی چارې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري څارل کېږي.  

 

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د هېواد په کچه د کورنیو او نړیوالو پانګوالو له لوري د برېښنا تولید، تاسیساتو او تجهیزاتو جوړونې پروژو کاري بهیر وخت په وخت له نږدې څاري، ترڅو چارې یې پر وخت له ټاکلو معیارونو سره سمې بشپړې شي.