GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
ترکي پانګوالو د برېښنا ټوربینونو، ترانسفارمرونو او عصري تجهیزاتو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده
1405/2/20 00:00
Mumtaz News

ترکي پانګوالو د برېښنا ټوربینونو، ترانسفارمرونو او عصري تجهیزاتو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد اېپیکیول انرژي او پایرو انرژي د برېښنا تجهیزاتو تولید کمپنیو مسؤولینو سره ناسته وکړه. 

 

ملا عبدالحق همکار د یادو شرکتونو لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان برېښنا شرکت، هېواد کې د برېښنا او د برېښنا تجهیزاتو تولید لپاره پانګونې ته هر ډول آسانتیاوې رامنځته کړي دي. 

 

ناسته کې د اېپیکیول انرژۍ رئیس، محمدپاشاه اېپیکیول او د پایرو انرژۍ شرکت رئیس، ښاغلي حامد جان په خپلو خبرو کې وویل، چې غواړي د برېښنا تولید ټوربینونو، ترانسفارمرونو او عصري ځیرکو مېټرونو د تولید برخو کې پانګونه وکړي. 

 

د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه له سپارښتنې سره سم به د یادو شرکتونو مسؤولینو او د برېښنا شرکت د پانګونې همغږۍ ریاست ترمنځ ګډه ناسته وشي، څو پر اړتیاوو او د پانګونو پر څرنګوالي دوه اړخیزې خبرې وشي. 

 

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په هڅو تېرو نږدې پنځو کلونو کې ګڼو برخو کې ملي او نړیوالو پانګوالو پانګونې کړي، چې د پروژو تطبيقي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.