د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۵ لمریز کال له مالي پلان سره سم، د یوریا کیمیاوي سرې د تدارک او برابرولو تړون چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/G-1359) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې ترسره کړي.
هغه شرکتونه او مؤسسې چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د شرطپاڼې ترلاسه کولو په موخه، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
یادونه: تضمین له مقرراتو سره سم اخیستل کېږي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار