GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/21 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننگرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د (۱۴۰۵) کال له مالي پلان سره سم په پام کې لري، د درېیم فارم اړوند ۵۲۰ سیفون د بیارغونې ساختماني پروژه، چې تشخیصیه شمېره یې (VEAC/1405/NCB/W-1437) ده، په تړون ورکړي.

 

هغه شرکتونه او مؤسسې چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د شرطپاڼې ترلاسه کولو په موخه، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.

 

یادونه: تضمین له مقرراتو سره سم اخیستل کېږي.

 

پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار