GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د افغانستان برېښنا شرکت او غضنفر بانک مسئولینو ترمنځ د ګډو همکاریو ناسته وشوه
1404/10/30 00:00
Mumtaz News

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د غضنفر بانک رهبرۍ مسئولینو سره ناسته وکړه او د برېښنا په برخه کې یې د پانګونې پر پراختیايي پلانونو خبرې وکړې. ښاغلي ملا عبدالحق همکار، د یاد بانک رهبرۍ مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت ټولو برخو کې د خصوصي سکتور پانګونو بشپړ ملاتړ کوي او اړینې آسانتیاوې ورته برابروي. همدارنګه، د غضنفر بانک رهبرۍ مسئولینو د ملي پراختیايي پروژو په برخه کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د افغانستان برېښنا شرکت سره یې د ګډو همکاریو دوام او پراختیا ته چمتوالی وښود. د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د لویو پروژو پراختیا په موخه د خصوصي سکټور لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له دې لارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې، پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې ده.