په کابل ښار کې به د افغان کارټ امارتي شرکت ستره مرکزي مغازه پرانېستل شي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت په پام کې لري، تر څو د کابل ښار په یو مناسب موقعیت کې ستره او معیاري مرکزي مغازه پرانېزي، چې د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو تر څنګ به په صنعتي، اداري او بېلابېلو تولیدي توکو سمباله وي.
د یاد شرکت مسؤولین وایي، د دې مرکزي مغازې له فعالېدو سره به هېوادوال وکولای شي، چې د ورځني ژوند او کاري چاپېریال اړوند اړتیا وړ توکي په مناسبې بیې، لوړ کیفیت او اسانه بڼه ترلاسه کړي؛ دغه نوښت به د بازار د تنظیم، د معیاري خدمتونو د پراختیا او د کورنیو سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې د امارتي تولیدي شرکتونو تولیدات هم د همدې مرکزي مغازې له لارې بازار ته وړاندې او وپلورل شي، ترڅو کورني تولیدات بازار پیدا کړي او د هېوادوالو لاسرسی ورته اسانه شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې مرکزي مغازې د پرانېستلو په موخه د توکو د کیفیت، نرخونو، د خدمتونو د څرنګوالي او مناسب موقعیت په اړه ځانګړې تخنیکي او مشورتي ناستې هم ترسره شوې دي.