GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
1405/2/24 00:00
Mumtaz News

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، مولوي محمودشاه زاهد په مشرۍ، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اړوندو رئیسانو ترمنځ اداري ناسته وشوه. 

 

د ناستې په پیل کې، د ترتیب شوې اجنډا له مخې د نساجيو او سیلوګانو امارتي شرکتونو د موثریت لوړولو او د منابعو د ښه مدیریت، د لګښتونو کمښت او د تولید زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو. 

 

همداراز، د اسنادو مدیریت سیستم (DMS) د لارښود په اړه هم بحث وشو، چې پکې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د سیستم د بشپړ تطبیق او د تخنیکي ستونزو د حل په موخه خبرې ترسره شوې.

 

د یادې غونډې په پای کې، د تېرو پرېکړو د تطبیق او څارنې پر موضوع د بحث سربېره، پر ځینو متفرقه موضوعاتو هم خبرې وشوې.