GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټینګار
1405/2/24 00:00
Mumtaz News

د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټینګار

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران هېواد سفير، ښاغلي علي‌رضا بيکدلي سره د برېښنا انرژۍ سکتور، پانګونې او ګډو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې او دواړو لوریو د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې، بيا نوې کېدونکې انرژۍ، پانګونې فرصتونو او د ګډو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.

 

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار د ايران سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه، چې افغانستان د انرژۍ سکټور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او اړينه ده، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ لا پراخې شي.

 

بلخوا، په کابل کې د ايران سفير ښاغلي علي‌رضا بيکدلي وويل، هېواد یې لېواله دی، څو له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګريزو او انرژۍ برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

 

ښاغلي بیکدلي زياته کړه، چې د بيا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريو د پراختيا لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي، څو بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وشي او له دې لارې سيمه‌ييزو همکاريو پراختيا ته زمينه برابره شي.

 

د یادونې وړ ده چې ښاغلي بيکدلي، د افغانسان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس څخه هيله وکړه، ترڅو ايران ته سفر وکړي او د ګډو همکاريو په تړاو د تخنیکي بحث او اړينو اقداماتو په برخه کې پر وخت کړنې ترسره شي.