GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/28 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

 

۱ـ ننګرهار ولایت، مخابراتو چوک ته څېرمه (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛

۲- مرکز، ملالۍ روغتون ته څېرمه (۴۶مه) شمېره امارتي درملتون؛

۳ - فاریاب ولایت، د اندخوی پولي کلینیک روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛

۴ - تخار ولایت، د چاه آب ولسوالۍ روغتون (۳مه) شمېره امارتي درملتون؛

۵ ـ تخار ولایت، د ولایتي روغتون (۴مه) شمېره امارتي درملتون؛

۶- بدخشان ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛

۷- بدخشان ولایت، د کشم ولسوالۍ روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛

۸ – غور ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛

۹ – هرات ولایت، د رضایان نسایي او ولادي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛

۱۰ – کونړ ولایت، ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون.

 

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۷ نېټې، یکشنبې ورځ، د سهار پر ‍۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

 

یادونه: د مرکز ۴۶مه شمېره څانګه چې د ملالۍ روغتون تر شا موقعیت لري، دا چې د روغتون د ننوتلو له دروازې څخه لرې ده، دغه څانګه به د درملتون له فعالولو پرته، نورو خصوصي پانګوالو ته په اجاره ورکړل شي.

 

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل