د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د (۱۴۰۵) مالي کال له پلان سره سم په پام کې لري، تر څو د دې شرکت سرخاب سیفون محافظوي دېوال ساختماني پروژه چې تشخیصیه شمېره یې (NVEAC/1405/NCB/W-1471) ده، په قرارداد ورکړي.
هغه شرکتونه او مؤسسې چې یاد تړون ته لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، د معياري شرطپاڼي او آفر اخيستلو په موخه خپل غوښتنلیکونه د ننگرهار وادي كرنيز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
یادونه: تضمين له مقرراتو سره سم اخيستل کېږي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار