ازبیکستاني پلاوي د مزارشریف د سرې او برېښنا توليد امارتي شرکت څخه ليدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا توليد امارتي شرکت اجرائيوي رئیس، ملا خالقداد نصرالله په خپل کاري دفتر کې د ازبیکستان هېواد د خفيفه صنایعو له وزير او سوداګريز پلاوي سره وکتل.
په دغه ناسته کې د ازبیکستان د خفیفه صنایعو وزير، نظام جان خال مرادوف ترڅنګ د ياد هېواد یو شمېر ملي سوداګرو، پانګوالو او د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې استازو هم ګډون درلود.
د مزارشریف د سرې او برېښنا توليد امارتي شرکت اجرائيوي رئيس، ملا خالقداد نصرالله راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد امارتي شرکت په اړه یې ورته معلومات وړاندې کړل.
ازبیکستاني پلاوي د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د بیارغونې سربېره د نساجۍ د فابریکو جوړولو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.