د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ترکمن ګاز شرکت له مرستیال سره لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور ترکمنستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ترکمن ګاز شرکت له مرستیال آرچیف مرادهوف او یو شمېر لوړپوړو مسؤولینو سره لیدنې ترسره کړې.
په دې لیدنو کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ، په ځانګړي ډول د طبیعي ګازو د استخراج، پروسس، انتقال او د ګاز اړوندو نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا هر اړخیزې خبرې وکړې.
د غونډې پر مهال د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور ټینګار وکړ، چې افغانستان د طبیعي زېرمو د اغېزمنې استفادې لپاره د سیمې له هېوادونو سره ګډو همکاریو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، ترڅو د ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې عصري تخنیکي تجربې او پانګونې جذب کړي.
همدارنګه د ترکمن ګاز شرکت مرستیال، ښاغلي آرچیف مرادهوف هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې ترکمنستان چمتو دی څو د ګازو د پروسس، تخنیکي همکاریو، ظرفیت لوړونې او ګډو پروژو په برخو کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.
په دې لیدنه کې د طبیعي ګازو د زېرمو ارزونې، د مسلکي کدرونو روزنې، د ګازو د تولیدي تاسیساتو معیاري کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې.