د مزایدې خبرتیا!
د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، (۳۰۹۱۰۰) کیلوګرامه محلوج پنبه، هره کیلو په ۸۶ افغانۍ بیې سره د درخشان ګروپ شرکت باندې چې د داوطلبۍ په پروسه کې بریالی شوی، وپلوري.
هغه ملي سوداګرو، نساجي فابریکې او نور غوښتونکي چې د یادې محلوج پنبې له ټاکل شوې اندازې څخه په لوړه بیه د اخیستلو توان لري، کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵/۳/۲ نېټې، شنبې ورځ پورې د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري؛ غوښتونکي دې شرطپاڼه وګوري او د ټاکل شوې نېټې د سهار پر لسو بجو دې، حاضر شي.
یادونه: تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، نور چوک ته څېرمه، د بلخ سیلو ته مخامخ، مزارشریف ښار – بلخ