د مرکزي سیلو د لومړۍ ژرندې او د ۱۵۰۰۰ ولتاژ برېښنا د دویم سرکټ د نښلولو پرانېستنه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د لومړۍ شمېرې ژرندې (آسیاب) د پرانېستنې او د ۱۵۰۰۰ ولټه برېښنا د دوهم سرکټ د نښلون په مناسبت جوړې شوې غونډه کې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، مولوي محمود شاه زاهد، د ملي تدارکاتو معین، شیخ محمدالله محمدي، د ځینو امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو، تخنیکي مسؤولینو او ګڼو نورو مېلمنو ګډون کړی و.
د مرکزي سیلو امارتي شرکت مسؤولينو د لومړۍ ژرندې پرانيستنه د توليدي ظرفيت د زياتوالي، اقتصادي ودې او د کورنيو توليداتو د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه پروژه به د خوراکي توکو د پروسس په بهير کې اغېزناک رول ولوبوي.
همدارنګه د یادو مراسمو په ترڅ کې د ۱۵۰۰۰ ولټه برېښنا دوهم سرکټ هم په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو؛ تخنيکي مسؤولينو د دې پروژې هدف د دوامدارې برېښنا تأمين، د کاري ظرفيت لوړوالی او د سيلو په بېلابېلو برخو کې د احتمالي برېښنايي ستونزو مخنيوی یاد کړ.