د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت په پام کې لري چې خپل ملکیت د لامبو وهنې حوض، د داوطلبانو د جلب په موخه اعلان ته وسپاري.
پر شرایطو برابر اشخاص چې د داوطلبۍ په غونډه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د شرطپاڼې کاپي د ۱۴۰۵/۰۳/۱۸ نېټې، د دوشنبې ورځې تر ۲:۳۰ بجو پورې، د یاد امارتي شرکت د څارنې او ساتنې له عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي او په خپله دې د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۹ نېټې، د سه شنبې ورځې د سهار پر ۹:۰۰ بجو، د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د څارنې او ساتنې عمومي مدیریت کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین، د داوطلبۍ اهلیت دی.
پته: د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، کیمیاوي لېسې ته مخامخ، دهدادي ولسوالۍ ـ بلخ
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۸۶۹۶۷۲۸۷