GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/12 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سلفر د تجرید او وچوونکي دستګاوو د دوو ډوله فلټرونو او همدارنګه د وچوونکې دستګاه لپاره د دوو پایو پمپونو (له موټور سره او بې له موټور څخه) د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.

 

غوښتونکي کولای شي د اړوند شرطپاڼې کاپي له یاد امارتي شرکت څخه او یا هم د ملي تدارکاتو ادارې له وېبپاڼې څخه، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر ۲۱ کاري ورځو پورې ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستلو غونډه د افغان ګاز امارتي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي او همدارنګه آفرونه به په غونډه کې د له پرانېستلو مخکې په تړلې بڼه سپارل کېږي.

 

 

یادونه: د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼې سره (۱۵۰۰۰۰، یو لک او پنځوس زره) افغانۍ دی؛ ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

 

پته: افغان ګاز امارتي شرکت، د افغان ترک ښوونځي ترڅنګ، شبرغان ښار ـ جوزجان