د چین هېواد د برېښنا تجهیزاتو تولید او تخنیکي روزنو برخو کې پانګونه کوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د چین هېواد هویشن او هیلیکس کمپنیو مسؤولینو سره ګډو ناستو کې د برېښنا تجهیزاتو تولید او تخنیکي کارکوونکو مسلکي روزنې برخو کې پر پانګونو خبرې وکړې.
ښاغلي همکار د یادو کمپنیو مسؤولینو ته ښه راغلاست ووایه او د برېښنا اړوند برخو کې یې ټولې رامنځته شوې آسانتیاوې، ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره تر ټولو ښه فرصت وباله، چې په وینا یې پانګوال په ډاډه زړه کولای شي اړوند برخو کې پانګونې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د چین هېواد هویشن تخنیکي کمپني افغانستان کې د کارکوونکو روزنې، د شبکو ترانسفارمرونو د ساتنې او څارنې، تخنیکي مجهز لابراتوار جوړول او د ګډ روزنیز مرکز جوړولو په ګډون یو شمېر برخو کې پانګونه وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت پانګونې ریاست د مسؤولینو او د یادو کمپنیو تخنیکي مسؤولینو ترمنځ د پانګونې ډولونو او اړوند مواردو روښانتیا په موخه ګډې ناستې وشي.