د هوټلونو امارتي شرکت پېژندنه
د هوټلونو امارتي شرکت پېژندنه:
1. عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د هوټلونو امارتي شرکت
• د جوړېدو کال: ۱۳۳۰ هجري لمریز
• د ملکیت نوعیت: 100% امارتي ملکیت
• د مرکزي دفتر پته: درېیمه ناحیه، د درېیمې کارتې اووم سړک ـ کابل
• د فعالیت ساحه: داخلي او خارجي مېلمنو ته د هوټلدارۍ او رسټورانټ چوپړتیاوې وړاندې کول
• قانوني جوړښت: امارتي شرکت
2. لید او ماموریت
لید: په سیمه ایزه کچه د زنجیره يي هوټلونو د جوړولو له لارې په هېواد کې د هوټلدارۍ د صنعت وده او پراختیا.
ماموریت: د هوټلونو د چوپړتیاوو وړاندې کول، د بشري متخصصینو روزنه، د کار خوندیتوب، د ټولنې د ژوند او هوساینې چمتو کول او د شرکت او امارت د عوایدو زیاتوالی.