د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، د کیفیت د لوړولو او د لګښتونو د کمولو په موخه، د ۱۴۰۴ مالي کال بېلانس د بهرني تفتیش (External Audit) پروسه چې شمېره یې (AHSP/1404/03) ده، د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
له هغو ټولو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA)، د افغانستان د مالیې وزارت جواز ولري، په درنښت بلنه ورکول کېږي چې د غبرګولي له ۱۹مې نېټې څخه د چنګاښ تر ۷مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره یا د دغه لینک (https://shorturl.at/GGo2X) له لارې او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ د شرطپاڼې د دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه د درج شویو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکلي وخت کې دې یادې ادارې ته وسپاري.
د آفر پراېنستنې غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشت ۷ مه نېټه، د یکشنبې ورځ، د سهار ۹:۰۰ بجې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست کې جوړېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي پېشنهادونه په پروسه کې نه شاملېږي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلور لارې ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او ایمیل پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af