GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
خبرتیا!
1405/3/16 00:00
Mumtaz News

خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت د یوه باوري تولیدي بنسټ په توګه، د هېواد د بزګرانو او کرنیزو شرکتونو د ملاتړ لپاره، په لوړ کیفیت او معیار برابر بېلابېل کرنیز ماشینونه تولید او بازار ته وړاندې کوي.

 

په دغو تولیداتو کې ترېشر ماشینونه، لیزر لیولونه، درې‌پل، اووه‎‌پل، نهه‌پل، یوولس‌پل قلبې، د نیالګیو اېښودلو ماشینونه او نور اړین کرنیز وسایل شامل دي؛ د دغو تولیداتو تر ټولو ستره ځانګړتیا دا ده، چې د بهرنیو مشابه محصولاتو په پرتله په خورا مناسبه بیه، په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي، چې د یو کال رسمي وارنټي(تضمین خط) او له پلور وروسته چوپړتیاوې هم لري.

 

له همدې امله، ټولو درنو امارتي وزارتونو او ادارو، ملي سوداګرو، مؤسسو، شرکتونو او بزګرانو ته خبر ورکول کېږي، چې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو، د محصولاتو له نمونو څخه د لیدنې او د پېرودلو تړون ترسره کولو لپاره، د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسي او یا هم په کابل کې د یاد امارتي شرکت مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.

 

پته: د ملي پراختیا امارتي شرکت، قصبه، ۱۵مه ناحیه - کابل 

 

د اړیکې شمېرې: ۰۷۸۵۲۵۵۵۶۱/ ۰۲۰۲۹۲۹۰۰۰