د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د اړتیا وړ (۵۰۰,۰۰۰) تختې د یوریا سرې خالي بوجیو (خریطو) د تدارکاتو پروسه د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو سره سم د داوطلبۍ د جلبولو په موخه اعلان ته سپاري.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د داوطلبۍ په غونډه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو سره سم د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نېټې، د پنجشنبې ورځې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې، د یاد امارتي شرکت د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د داوطلبۍ غونډه د۱۴۰۵/۰۳/۳۰ نېټې، د شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د اجناسو د تدارکاتو آمریت کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین د داوطلبۍ اهلیت ګڼل کېږي، ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، د امام بکري پل، دهدادي ولسوالۍ ـ بلخ
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۰۱۳۸۵۰۱۱