GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ سره دوام لري
1405/3/17 00:00
Mumtaz News

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ سره دوام لري

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په درېیو پړاوونو کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د تطبیق چارې، چې د برېښنا د لېږد ټولیز ظرفیت یې شاوخوا ۱۳۰۰ مېګاواټه دی، د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره روانې دي.

 

د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لېږد سترې پروژې د لومړي پړاو چارې د ۲۰۲۴ زېږیز کال د ډسمبر په میاشت کې بیا پیل شوې؛ دغه پړاو ۱۹۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له شیرخان بندر څخه تر ده‌صلاح ولسوالۍ پورې غځېدلی دی او د برېښنا د لېږد ۵۶۴ ستنې پکې شاملې دي.

 

د دې پروژې دویم پړاو ۱۹۶.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د برېښنا د لېږد ۵۸۷ ستنې پکې شاملې دي او د بغلان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونه رانغاړي.

 

د دې پروژې درېیم پړاو ۱۸۸.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د برېښنا د لېږد ۵۶۲ ستنې پکې شاملې دي چې د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له څلورو ولایتونو څخه تېرېږي او په تورخم کې تر ډیورنډ فرضي کرښې پورې رسېږي.

 

دا سیمه‌ییزه ستراتېژیکه پروژه چې د منځنۍ اسیا برېښنا د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته لېږدوي، د سیمه‌ییز اتصال له امله یې د افغانستان لپاره کلنی عاید شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې مهم رول لوبوي.