GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د قزاقستان هېواد لپاره د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل
1405/3/18 00:00
Mumtaz News

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د قزاقستان هېواد لپاره د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

 

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد لپاره د اسلامي امارت له سفیر، مفتي محمد الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو په بېلابېلو برخو کې د قزاقستاني پانګه‌والو د پام جلبولو او همدارنګه کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د اقتصاد وزیر په مشرۍ د یوه ستر پلاوي د سفر په اړه خبرې اترې وشوې.

 

د یادونې وړ ده چې په کابل کې د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې، د امارتي شرکتونو په ګډون د افغان ـ قزاق ګډ نندارتون د جوړېدو په اړه هم هر اړخیز بحثونه ترسره شول.