د تړون د ورکړې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د دې ریاست د نقلیه وسایطو د پرزو د تدارک پروژې تړون، چې تشخیصیه شمېره یې (GDSOC/1405/NCB/G-9) ده، د بلال عیسی لوژستیکي او سوداګریزو خدمتونو شرکت سره، چې د (۷۴۵۲۲) شمېرې جواز لرونکی او د قوای مرکز په محمودي ټاور کې موقعیت لري، ترسره کړي؛ د یاد تړون ټولیز ارزښت حداقل (۳,۱۶۱,۴۱۴.۳ درې میلیونه، یو سل او یو شپېته زره، څلور سوه او څوارلس اعشاریه درې) افغانۍ او حداکثر (۳,۷۴۰,۷۵۶.۵ درې میلیونه، اووه سوه او څلوېښت زره، اووه سوه او شپږ پنځوس اعشاریه پنځه) افغانۍ دی.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو کومه نیوکه ولري، کولای شي خپلې نیوکې د خبرتیا له خپرېدو څخه تر (۷) کاري ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د ورکړې په مانا نه ده؛ تر ټاکلې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه ترسره کېږي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۴۱