د ځینو ولایتونو په فارمونو او کرنیزو ځمکو کې مهم زراعتي فعالیتونه ترسره شول
نېټه: سه شنبه / ۲۳ / ذوالحجه / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د جوړ شوي پلان په اساس، د خپلو اړوندو فارمونو او د پروتوکولي بزګرانو په کرنیزو ځمکو کې په منظم او اغېزمن ډول سره یو لړ مهم کرنیز فعالیتونه ترسره کړي دي.
د دغو فعالیتونو په ترڅ کې د بغلان، کندز، بلخ ولایتونو او د قوشتپې له فارم څخه د غنمو حاصلاتو د راټولولو بهیر وڅارل شو؛ همداراز د محصولاتو د کیفیت د ښه والي او د تولید د کچې لوړولو په موخه، د کندز او هلمند ولایتونو د اړوندو فارمونو د پنبې په کروندو کې د خېشاوې سربېره، اګروتخنیکي چارې هم ترسره شوې.
همدارنګه د یادو شویو اقداماتو په دوام، د هرات ولایت د فلاحت فارم د نخودو حاصلات راټول شول او د پروان ولایت د خمکلان په فارم کې د هایبرېډ جوارو کرنه ترسره شوه، چې دا چاره کولای شي د حاصلاتو په زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په ښه والي او د هېواد د خوراکي خوندیتوب په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د حاصلاتو د زیاتوالي، د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د کرنې سکتور د ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د هېواد په خوراکي خوندیتوب او اقتصادي پرمختګ کې لا ډېره ونډه واخلي.