GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/20 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امـارتي شرکت غواړي چې د خنجان هوټل د هټیو او موټر مینځلو ځای چې په بغلان ولایت کې موقعیت لري، د قانوني اصولو او منظور شوې شرطپاڼې سره سم، د آزادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.

 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادو هټیو او موټر مینځلو ځای په اجارې نیولو ته لېوالتیا لري، کولای شي خپل آفرونه او ترلاسه شوې شرطپاڼه په تړل شوې بڼه له خبرتیا څخه تر ۱۴۰۵/۴/۹ نېټې، سه شنبې ورځ پورې د هوټلونو امـارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

 

یادونه: آفر باید د شرطپاڼې له ټولو شرایطو سره سم ترتیب شوی وي؛ ناوخته رسېدلي او یا نیمګړي آفرونه د منلو وړ نه دي. 

 

د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼې سره او یا نغدي پیسې اخیستل کېږي؛ د موټر مینځلو د ځای تضمین (۵۰،۰۰۰ پنځوس زره افغانۍ) او د هټیو تضمین (۳۰،۰۰۰ دېرش زره افغانۍ) دی. 

 

پته: د هوټلونو امارتي شرکت، درېیمه کارته ـ کابل 

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

 ۰۷۰۵۵۵۵۰۵۱