GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
1405/3/20 00:00
Mumtaz News

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام، د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

 

په همدې لړ کې د پروان پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه او د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي (وریجې، لوبیا، غوړي او نور اړین خوراکي توکي) لېږدول شوي دي.

 

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د ولایتي مدیرانو لخوا په دوامداره توګه څارل کېږي.