GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/3/21 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا! 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن‌سینا فارمسي امارتي شرکت د خپل مرکزي دفتر د ودانۍ په انګړ کې یوه اندازه سپینه (تشه) ځمکه، چې مازاد جایداد بلل شوی او د کابل ښار د جوی شیر سړک لوري ته موقعیت لري، د امارتي ځمکو د اجارې قانون له مخې د مزایدې له لارې په کرایه ورکوي. 

 

له همدې امله، هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې د یاد تړون د ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۰ ورځو پورې، یاده شرطپاڼه د ابن‌سینا فارمسي امارتي شرکت د ملکیتونو له مدیریت څخه ترلاسه کړي.

 

د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۳۰ نېټې، شنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو، د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي. 

 

یادونه: تضمین له مقرراتو سره سم اخیستل کېږي. 

 

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل