د امارتي شرکتونو لوي ریاست

په هرات کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې د مسیر د سروې او ډیزاین لپاره ګډه تخنیکي ارزونه ترسره شوه

1405/7/8 09:21
Mumtaz خبرونه

په هرات کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې د مسیر د سروې او ډیزاین لپاره ګډه تخنیکي ارزونه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي اخترمحمد منصور، د تخنیکي پلاوي او د کانونو او پټرولیم وزارت د استازو په ملتیا، د ترکمنستان له راغلي تخنیکي پلاوي سره په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې او اړوند پایپ‌لاین د جوړولو په اړه دوه ورځنۍ تخنیکي او مسلکي ناستې ترسره کړې.
 
په دغو ناستو کې د هرات ښار، صنعتي پارکونو، کورونو، دولتي ادارو او تجارتي ساحو لپاره د ټاپي ګازو د وېش شبکې د جوړولو، د اړتیا وړ پایپ‌لاین د مسیر، تخنیکي معیارونو، د شبکې پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
 
د افغان ګاز او ترکمن تخنیکي پلاوو په ګډه د وړاندیز شوي پایپ‌لاین له مسیر څخه لیدنه وکړه او د عملي وضعیت، تخنیکي اړتیاوو او احتمالي ستونزو په اړه یې لومړنۍ ارزونه ترسره کړه.
 
د افغان ګاز امارتي شرکت مسؤولینو د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې جوړول د هرات د صنعتي ودې، اقتصادي فعالیتونو او د کورنیو او دولتي ادارو د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم ګام وباله او څرګنده یې کړه چې د اړوندو ادارو ترمنځ به د همغږۍ له لارې د دې پروژې د تخنیکي او عملي چارو د پرمخ وړلو هڅې دوام ولري.