د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې د پکتیا ولایت پر نشه یي توکو د روږدو درملني ۳۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه او د پکتیکا پوهنتون استادانو لپاره ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د پکتیا ولایت پر نشه یي توکو د روږدو درملنې ۳۰ بستریز رغتون ته په لېږدول شویو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، رُب، شین چای او وچې شیدې شامل دي.
همداراز پکتیکا ولایت ته په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، لوبیا، مایع غوړي، نخود، بوره، شین چای، د خوړو مالګه او د چای هیل شامل دي.