د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د یو شمېر درملتونونو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول

1405/7/9 11:35
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د یو شمېر درملتونونو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اړوند د یو شمېر درملتونونو د داوطلبۍ مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کارکوونکو چارو رئیس ملا محمد هاشم فرهادوال، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت استازي مسعودالله صدیقي، د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس عبدالوحید مصدق، ګډون کړی و.
 
د داوطلبۍ په مراسمو کې د اړوندو درملتونونو لپاره وړاندې شوي وړاندیزونه وکتل شول او د ټاکل شویو معیارونو له مخې د هر درملتونو لپاره بریالي داوطلبان مشخص شول.
 
په پای کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس د داوطلبۍ له بشپړېدو وروسته د ټاکل شویو کسانو د راتلونکو مسؤولیتونو او د چارو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې هم وړاندې کړې.