د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه

1405/7/9 12:21
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو د عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څار پلاوي ناسته کې، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر آخند او د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري ګډون کړی و.
 
د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلان او د معارف مطبعې امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د مالي پلان سربېره، د پروان ولایت د باریکاب سیمې ۱۰۰،۸ مېګاواټه، د غزني ولایت ولایت ۱۳۱ مېګاواټه او د کابل ولایت د نغلو سیمې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پېرود تړون پر موضوعاتو خبرې وشوې.
 
همداراز د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو د تولید امارتي شرکت د پنبې، پنبه دانې او تيلي حبوباتو د پېر، پروسېس او پلور لارښود، د آریانا افغان هوايي شرکت او استراس امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال سوداګریز پلانونه تر بحث لاندې ونیول شول.
 
د ناستې په ترڅ کې د افغانستان برېښنا، ملي پراختیا، ارزاقو او د صکوکو او ضرابخانې امارتي شرکتونو پر موضوعاتو د بحث ترڅنګ، د یو شمېر امارتي شرکتونو د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ربعې پر تحقق یافته راپورونو خبرې وشوې.
 
د غونډې په پای کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د درملو تولیدي طرحې سربېره، پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو تر بحث وروسته، یو لړ پرېکړې هم ترسره شوې.