د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د نوي مدیره هیئت تعارفي غونډه جوړه شوه

1405/7/8 09:23
Mumtaz خبرونه

د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د نوي مدیره هیئت تعارفي غونډه جوړه شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په مشرۍ د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت لپاره د نوي ټاکل شوي مدیره هیئت معرفت غونډه، د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس انجنیر علي احمد سامند، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې او ارزونې رئیس مولوي اسدالله حلیم، د انسجام او همغږۍ رئیس، مولوي عبدالله عبید او د مدیره هیئت غړو په شتون کې ترسره شوه.
 
د غونډې په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس څرګنده کړه چې امارتي شرکتونه دا مهال په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
 
ښاغلي بلال د افغان ټېلې کام امارتي شرکت غوره فعالیتونو او د سلام مخابراتي شبکې د پوښښ ساحې زیاتوالي ته په اشارې سره زیاته کړه، چې نوی ټاکل شوی مدیره هیئت به د یاد شرکت د پرمختګ لپاره اغېزمنې او مثبتې پایلې ولري.
 
د غونډې په ترڅ کې د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو په تړاو د جوړ شوي پرېزېنټېشن د وړاندې کولو سربېره، د یو لړ موضوعاتو په اړه هم بحثونه ترسره شول.
 
د یادونې وړ ده چې په دغه مدیره هیئت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، مالیې وزارت، د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د افغانستان بانک استازي ګډون لري او د یاد امارتي شرکت د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو به نوبتي ناستې ترسره کوي.