د امارتي شرکتونو لوي ریاست

کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د لېږد سترې پروژې د ډیزاین چارو د پیل مراسم ترسره شول

1405/7/8 09:24
Mumtaz خبرونه

کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د لېږد سترې پروژې د ډیزاین چارو د پیل مراسم ترسره شول

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د پروان ولایت له صیاد څخه کابل ښار او نوي کابل پروژې ته د اوبو د لېږد سترې پروژې د تخنیکي، اجتماعي او ډیزاین چارو د پیل مراسم د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ترسره شول، چې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال سربېره د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو هم پکې ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په لړ کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یادې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ ګڼ هېوادونه زیانمن شوي، چې له دې جملې څخه د کابل پلازمېنه هم د اوبو له جدي بحران سره مخ ده.

ښاغلي بلال وویل چې په تېرو کلونو کې د کابل د اوبو بحران د مخنیوي په برخه کې لازم کار نه و ترسره شوی، خو اوس په دې برخه کې عملي اقدامات روان دي او جدي پاملرنه ورته کېږي.

د یادونې وړ ده چې له صیاد څخه د کابل ښار او نوي کابل پروژې ته د اوبو د لېږد پروژه به په یوه ثانیه کې ۴ متره مکعبه او په کال کې به ۱۲۶ میلیونه متره مکعبه اوبه ولېږدوي چې په تخمیني ډول به ورسره د ۷ میلیونه هېوادوالو د اوبو ستونزې حل شي.

د دغې پروژې چارې د افغاني انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.