له تاجکستان څخه د برېښنا وارداتو پر زیاتوالي او د همکاریو پر پراختیا ټینګار
له تاجکستان څخه د برېښنا وارداتو پر زیاتوالي او د همکاریو پر پراختیا ټینګار
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار له خپل مل پلاوي سره د تاجکستان برېښنا شرکت (برق تاجیک) له رئیس محمدعمر آسوزاده سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، تاجکستاني لوري د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي تود هرکلی وکړ او د برېښنا او انرژۍ په برخه کې یې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته له تاجکستان څخه د واردېدونکې برېښنا کچې پر زیاتوالي، د برېښنا لېږد مزیو پر پیاوړتیا او پراختیا، د برېښنا کیفیت او ولتاژ پر ښه والي، تعرفې، د پانګونې پر فرصتونو، تخنیکي زدهکړو او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا بحث او نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، تاجکستان لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي جوړولو د پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او افغانستان ته د برېښنا کچې د زیاتوالي غوښتنې په اړه خپل چمتووالی هم څرګند کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستان سره د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې ژمن دی؛ څو دوامدارې همکارۍ، د انرژۍ تبادلې زیاتوالی او عملي پروژې د افغانستان او تاجکستان د خلکو په ګټه تمامې شي.