د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ایران تخنیکي پلاوي د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

1405/7/8 15:25
Mumtaz خبرونه

د ایران تخنیکي پلاوي د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

د ایران هېواد تخنیکي پلاوي د معیاري مسلخ او عصري کشتارخونو د جوړولو، د نوې ټکنالوژۍ او د غوښې د پروسېس په برخو کې د ګډې همکارۍ او تجربو د تبادلې په موخه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یاد امارتي شرکت مسؤولینو د موجوده مسلخ د فعالیتونو، د څارویو د ذبحې او وترنري معایناتو، د غوښې د کیفیت او حفظ‌الصحې د معیارونو، سړو خونو او د غوښې د پروسېس او بسته‌بندۍ په اړه ایراني پلاوي ته لازم معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د دواړو لوریو ترمنځ د نوي او معیاري مسلخ د جوړولو، د عصري تجهیزاتو، پرمختللو تخنیکي سیستمونو او د تجربو او تخنیکي پوهې د تبادلې په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې دغه لیدنه د افغانستان او ایران ترمنځ د تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او د غوښې تولید او پروسېس په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوه.