د امارتي شرکتونو لوي ریاست

په اسلام‌کلا بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوه

1405/7/9 11:33
Mumtaz خبرونه

په اسلام‌کلا بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوه
 
د اسلام‌کلا بندر د نفتي توکو د موټرو په تمځای کې رامنځته شوې اورلګېدنه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د اوروژنې ټیم او نورو مرستندویه ټیمونو د ګډو هڅو په پایله کې، په بشپړه توګه مهار شوه.
 
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغې پېښه کې سوځول شوي موټر په غیر معیاري نفتي توکو بار و او د اور له زیاتوالي څخه یې پر وخت مخنیوی شوی دی.
 
د یادونې وړ ده چې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د ورته بېړنیو پېښو د مخنیوي او پر وخت مهارولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.