د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د شپږم جکشن اړوند سیمه کې د ۴۰۰ کیلوولټ امپیر په ظرفیت یو ټرانسفارمر نصب او منتاژ شو

1405/7/11 11:02
Mumtaz خبرونه

د شپږم جکشن اړوند سیمه کې د ۴۰۰ کیلوولټ امپیر په ظرفیت یو ټرانسفارمر نصب او منتاژ شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د کابل برېښنا رياست، شپږم جکشن اړوند چهلستون بالا ده سیمه کې د ۴۰۰ کیلوولټ امپیر په ټوليز ظرفیت د یوه ټرانسفارمر نصب او منتاژ سره د سلګونه پېرودونکو برېښنا انرژۍ خدمتونه لا منظم او پياوړي شول.
 
د دې ټرانسفارمر په نصبولو سره به په دې سیمه کې د سلګونو ګټه اخېستونکو د برېښنا انرژۍ خدمتونه لا منظم او پیاوړي شوي دي.
 
د شپږم جکشن مسؤولین وایي، د برېښنا انرژۍ خدمتونو لا پیاوړتیا، د اضافه بارۍ ستونزو کمولو او د برېښنا انرژۍ عادلانه او باوري وېش په موخه یې ياد ټرانسفارمر شبکه کې اضافه کړ، څو ورسره مل د سیمې سلګونه اوسېدونکي د برېښنا انرژۍ ډاډمنو او پياوړو خدمتونو ته لاس‌رسی ومومي.
 
د سیمې اوسېدونکي د یاد ټرانسفارمر له نصب څخه خوښي څرګندوي او وایي، چې د دې اقدام له عملي کېدو سره به د برېښنا انرژۍ له خدمتونو څخه لا ښه او مؤثره ګټه واخلي.
 
د يادونې وړ ده، چې شپږم جګشن نږدې ۸۰ زره پېرودونکي لري، چې د برېښنا انرژۍ خدمتونو د ښه تنظيم او اضافه باريو ستونزو حل په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي.