د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افسوټر امارتي شرکت له چارو څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افسوټر امارتي شرکت له چارو څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال چې یو لړ رئیسانو یې هم ملتیا کوله، د افسوټر امارتي شرکت له روانو چارو، فعالیتونو او کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان د شرکت د فعالیتونو، روانو چارو او کاري بهیر په اړه د مشرتابه پلاوي ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، ښاغلي عرفان د باروړونکو وسایطو د بیارغونې، د نویو وسایطو د پېرلو او د یاد امارتي شرکت اړوند ځمکو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو پلانونو په اړه یې جزئیات شریک کړل.
د لیدنې پر مهال د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افسوټر امارتي شرکت روان فعالیتونه او چارې مثبتې وارزولې او د چارو د لا ښه والي، د شته ظرفیتونو د اغېزمنې کارونې او د فعالیتونو د پراختیا په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز ښاغلي بلال زیاته کړه چې افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اتصال مهمه نقطه ده؛ له همدې امله باید د افسوټر امارتي شرکت د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې خپل بشپړ مسؤولیت ادا کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغې لیدنه کې د یاد امارتي شرکت لپاره د نوي مدیره هیئت د ټاکلو پر موضوع هم بحث او خبرې وشوې.