د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

1405/7/11 14:29
Mumtaz خبرونه

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، له مل پلاوي سره د تاجیکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو له وزیر ښاغلي دلیر جمعه، سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر اساسي او راتلونکو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې؛ له تاجیکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا کچې لوړول او د برېښنا لېږد زیربناوو پراختیا د دې خبرو له مهمو محورونو څخه وو.
 
همدارنګه له تاجیکستان څخه د افغانستان له لارې تر ایران پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پر طرحې، د برېښنا لېږد شبکې پر پراختیا او د انرژۍ په برخه کې د سیمه‌ییزو تبادلو په پراخولو کې د دې پروژې پر اهمیت هم خبرې وشوې.
 
د ناستې په بله برخه کې، په بدخشان ولایت او سرحدي ولسوالیو کې د انرژۍ راتلونکې پروژې هم تر بحث لاندې ونیول شوې او په دغو سیمو کې د باثباته برېښنا برابرولو لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
 
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ټینګار وکړ چې انرژي یوازې یوه تخنیکي اړتیا نه ده، بلکې د روغتونونو د فعالیت، د صنعت ودې، ښوونې او روزنې او د خلکو د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره یوه اساسي اړتیا ده؛ له همدې امله باید د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.
 
په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د عملي تعقیب پر اهمیت ټینګار وکړ.