د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ایران تخنیکي پلاوي په ننګرهار کې د جوړېدونکي مسلخ له سیمې څخه لیدنه وکړه

1405/7/11 14:31
Mumtaz خبرونه

د ایران تخنیکي پلاوي په ننګرهار کې د جوړېدونکي مسلخ له سیمې څخه لیدنه وکړه
 
د ایران هېواد تخنیکي پلاوي د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس قاري رحمت الله عباس په ملتیا، ننګرهار ولایت ته د نوي، عصري او معیاري مسلخ د جوړولو له اړوند سیمې څخه د لیدنې په موخه سفر وکړ.
 
په دې لیدنه کې د نوي مسلخ د جوړولو، عصري او معیاري تجهیزاتو، تخنیکي سیستمونو، د څارویو د ذبحې، وترنري معایناتو، د غوښې د کیفیت او حفظ‌الصحې معیارونو، سړو خونو، پروسېس او بسته‌بندۍ په برخو کې د تجربو شریکولو او تخنیکي اړخونو په اړه خبرې وشوې.
 
د یاد امارتي شرکت مسؤولینو د نوي مسلخ د جوړولو طرحه او د اړتیا وړ موارد له دغه پلاوي سره شریک کړل، ترڅو یاد مسلخ د عصري ټکنالوژۍ او نړیوالو معیارونو له مخې جوړ او د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړلای شي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه مسلخ به په نړیوالو معیارونو سمبال وي او په اړوند برخه کې به لازمې اسانتیاوې هم ولري.