د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه 

1405/7/11 12:44
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه 

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي معین مولوي محمودشاه زاهد، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دفتر رئیس مولوي سعیدالرحمن مظهري، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي اسدالله حلیم، د عامه او خصوصي مشارکت رئیس احمد ادریس علیزي، د وجهي صندوق رئیس نجیب الله احمدزي، د معلوماتي ټکنالوژۍ او د سیستمونو د پراختیا رئیس حافظ سراج احمد راحل او د خصوصي سکټور رئیس ډاکټر خندان، د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له روانو رغنیزو چارو، فعالیتونو او کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. 

د لیدنې پر مهال د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي له لورې د فعالیتونو، روانو رغنیزو چارو او د شرکت د کاري بهیر په اړه مشرتابه پلاوي ته معلومات وړاندې شول او د شرکت د فعالیتونو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په اړه نظرونه شریک شول. 

د لیدنې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د روانو فعالیتونو د ارزونې پر مهال د شرکت د بېلابېلو برخو د چارو په اړه معلومات ترلاسه کړل او د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې. 

ښاغلي بلال وویل چې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت باید له خپلو شته ظرفیتونو څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړي او د چارو د لا ښه والي لپاره منظم مدیریت، مسلکي کار، همغږي او د مسؤولیتونو پر وخت ترسره کولو ته ارزښت ورکړي. 

د لیدنې په پای کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د فعالیتونو د لا ښه والي، د موجودو ظرفیتونو د اغېزناکې کارونې او د شرکت د کاري موخو د تحقق په برخه کې د لا زیاتو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.