د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کابل ښار درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!

1405/8/4 09:50
Mumtaz خبرونه

د کابل ښار درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت اړوند د سلام مخابراتي شبکې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې خپله نوې څانګه پرانېستله.
 
د یادې سیمې درانه اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام مخابراتي شبکې اړوند چوپړتیاوو ترلاسه کولو او د سیمکارتونو ستونزو د حل په موخه یادې څانګې ته مراجعه وکړي.
 
 پته: د سلام مخابراتي شبکې څانګه، د نفت او ګاز امارتي شرکت ته څېرمه، د خیرخانې کوتل ـ کابل