د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د دوشي ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!

1405/8/6 11:44
Mumtaz خبرونه

د دوشي ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!


د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت اړوند د سلام مخابراتي شبکې د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې خپله نوې څانګه پرانېستله.


د یادې ولسوالۍ درانه اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام مخابراتي شبکې اړوند چوپړتیاوو ترلاسه کولو او د سیمکارتونو ستونزو د حل په موخه یادې څانګې ته مراجعه وکړي.


پته: د سلام مخابراتي شبکې څانګه، د سلطان علي مارکېټ، دویم پوړ، د دوشي ولسوالۍ بازار ـ بغلان