د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د زلال موفق او پامیر تولیدي شرکتونو څخه لیدنه وکړه
د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د زلال موفق او پامیر تولیدي شرکتونو څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زلال موفق او پامیر له تولیدي شرکتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې بهرنیو بازارونو ته د تولیداتو د صادراتو او د هغو د لېږد په موخه د نړیوالو ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پامیر او زلال موفق تولیدي شرکتونه په هېواد کې د ګاز لرونکو او بېګازه مشروباتو د تولید او بازارموندنې په برخه کې فعالیت کوي.