د بامیان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د بامیان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې، د بامیان ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د بامیان ولایت د ارزاقو عمومي مدیریت د معلومات له مخې، په لېږدول شویو توکو کې وریجې، مایع غوړي، نخود، مالګه، بوره، شین چای، زیره، د چای هیل، د وریجې مساله، د قورمې مساله، کورکمن او رُب شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د لېږد بهیر په ټول هېواد کې د ولایتي مسؤولینو له لوري په دوامداره توګه ارزول کېږي.