د افسوټر امارتي شرکت هرات کې د SWOT تحلیل روزنیز ورکشاپ جوړ کړ
د افسوټر امارتي شرکت هرات کې د SWOT تحلیل روزنیز ورکشاپ جوړ کړ
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان او ورسره مل پلاوي، د هرات په ولایتي ریاست کې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د تحلیلي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري چارو د اغېزمنتیا په موخه د SWOT تحلیل روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
د ورکشاپ په پیل کې ښاغلي عرفان د روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دا ډول پروګرامونو جوړول د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د کاري اغېزمنتیا په زیاتولو او د خدمتونو د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري.
د SWOT تحلیل په دغه روزنیز ورکشاپ کې د شرکت د پیاوړتیاوو، فرصتونو او ګواښونو پېژندنه شامله وه، چې د اوسني وضعیت په ارزونه، د ستونزو په تشخیص، د پرمختګ د فرصتونو په موندلو او د اغېزمنو پلانونو په جوړولو کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د افسوټر امارتي شرکت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو، د کاري فعالیتونو د ښه والي او د شرکت د موخو د اغېزمن تحقق په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.