د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو ریاست عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/8/5 11:10
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو ریاست عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت یو اتاق (ګدام)، چې د ۵۵/۴۴ متره مربع مساحت او په سرای شمالي سیمه کې موقعیت لري، محمد قاسم د اختر محمد زوی ته د درې کلونو لپاره د ۱۱،۰۰۰ افغانیو په بدل کې په کرایه ورکړي.
 
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه په کرایه ونیسي، کولای شي خپل رسمي غوښتنلیکونه او آفرونه د خبرتیا له خپرېدو څخه ۷ ورځې وروسته د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د افسوټر امارتي شرکت، د ګلفروشۍ کوڅه، لسمه ناحیه، نوی ښار – کابل