د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۶ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته ترلاسه شوه
د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۶ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته ترلاسه شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۶ جریبه ځمکه چې د نهم سړک په اوږدو کې موقعیت لري او د شخصي اشخاصو له لوري غصب شوې وه، د یوې امارتي کمېټې د څېړنو او د دغه شرکت د اجرائیوي رئیس د هڅو په پایله کې بېرته ترلاسه شوه.
یاده ځمکه د ولایت مقام، استخباراتو، د چاپېریال ساتنې ادارې، مستوفیت او ښار جوړونې ادارو له استازو څخه د جوړې شوې کمېټې له لوري وکتل شوه؛ د دې اقدام موخه د بغلان بورې امارتي شرکت د ملکیتونو تثبیت، د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کول او د امارتي شتمنیو ساتنه ده.
د بغلان د بورې امارتي شرکت هڅه کوي چې د خپلو ملکیتونو په ساتنې او د عوایدو په زیاتولو سره، د دغه شرکت د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.