د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هرات د سوداګرۍ خونې له رئیس سره لیدنه وکړه

1405/8/5 11:17
Mumtaz خبرونه

د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هرات د سوداګرۍ خونې له رئیس سره لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان او مل پلاوي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له رئیس، مسؤولینو او یو شمېر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه.
 
د دغې لیدنې موخه د ترانسپورټي خدمتونو پراختیا او معیاري کول، د کورنیو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول او له خصوصي سکټور سره د همکاریو پیاوړتیا په ګوته شوې ده.
 
په لیدنه کې د نویو وسایطو د پېرودلو، د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د نړیوال ټرانزیټي سیستم (TIR) د رامنځته کولو، په مالیاتو او چوپړتیاوو کې د تخفیف، د بارچالانۍ اتحادیې د جواز، د CMR او روډ پاس موضوعاتو، د هېواد دننه د ټرانسپورټي فعالیتونو او په تورغونډۍ بندر کې د افسوټر امارتي شرکت د ټرانسپورټي سهمیې په اړه بحث وشو.
 
په پای کې ګډونوالو د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیاوو، د ټرانسپورټي ظرفیت د لوړولو او له افسوټر شرکت سره د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.